په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس» پیل شو. 

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۳:۱۳
jkdhfkjsdjkfsd


د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل ښوونې او رزونې پوهنتون کې د هېواد ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د ښه والي، پیاوړتیا، ننګونو او ستونزو د حل، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه جوړ شوی، چې د هېواد مختلفو امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو، د پوهنې وزارت اړوند مسؤلینو او د علومو اکاډمۍ غړو له لوري ۱۸۲ علمي ـ څېړنیزې مقالې ورته رالېږل شوي دي.
د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې افغانستان په حساس پړاو کې دی، له جګړې او استعمار راوتلی په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې ډېر کار ته اړتیا لري. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پوهنې وزارت د هېواد ښوونیز او تحصیلي نظام بنسټګر یاد کړ، له یاد وزارت سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت به د ښوونې او روزنې پوهنتون او په نورو تحصیلي بنسټونو کې د ښوونې او روزنې پوهنځيو له لارې هڅه وکړي، چې د هېواد ښوونځيو لپاره تکړه او مسلکي ښوونکي وروزي. 
د لوړو زده کړو وزیر د تحصیلي بنسټونو له استادانو وغوښتل چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د پوهنې وزارت له رئیسانو سره همغږي وساتي او په خپله ټولنه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره له هغوی سره ګډ کار وکړي. 
همدا راز د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا فکري جګړې ته په اشارې سره وویل چې موږ باید خپلو افکارو او دیني علومو ته پاملرنه وکړو.
همدارنګه نورو ویناوالو د یاد کنفرانس پر اړتیا، ارزښت او ګټو خبرې وکړې.
 د یادونې وړ ده چې د دغه دوه ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ د هېواد مختلفو تحصیلي بنسټونو ۱۱ استادانو له لوري خپلې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS