په کندهار پوهنتون کې د کمال خان بند د پرانیستنې په وياړ علمي کنفرانس جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۷:۶
g

دا دوه ورځنی علمي کنفرانس د (۱۴۰۰)کال د وري د مياشتې پر ۳یمه پيل شو چې د پوهنتون د مشرتابه تر څنګ د پوهنځيو استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر زدکړیالانو ګډون کړی وو.

د کنفرانس د پرانیستنې پر مهال د کندهار پوهنتون مشر پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق وويل:"اوبه د ژونديو موجوداتو د ژوندي پاتې کېدو لپاره تر ټولو مهمه اړتيا ده، په داسې حال کې چې د روغتيا د نړیوال سازمان د نويو څېړنو پر بنسټ (۲،۲ميلونه) وګړي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري، نو په همدې بنسټ بايد د اوبو مديريت، تنظيم او مهارولو ته ځانګړې پاملرنه وشي." نوموړي زیاته کړه چې د کمال خان بند په څېر نورو د اوبو بندونو ته هم اړتيا ليدل کېږي، چي د اوبو د مهارولو لپاره جوړ شي.

ښاغلي وثيق په کندهار ولايت کې د دهلي د بند يادونه هم وکړه او زياته یې کړه چې دا بند د کندهار او شاوخوا سيمو لپاره حياتي ارزښت لري او بايد ځانګړې پاملرنه ورته وشي. همدارنګه نوموړي وويل چې د اوبو د زيات او بېځايه لګښت د مخنيوي لپاره عام ولس ته عامه پوهاوی ورکړل شي او د اوبو د زيات لګښت مخه ونيول شي.

وروسته د کنفرانس علمي برخه پيل شوه چې پوهنمل اغامحمد فضلي د باباولي کانال د روانو اوبو هايدرو پاور سيستم تخنيکي او اقتصادي شننه، انجنير وحيد الله کامران د دهلي بند د اوبو د وېش د ميکانيزم او د کلني پلان بېلګې، پوهنمل شېرشاه رشاد د اوبو د قانون ارزښت او د پوهنتونونو د اوبو د څانګې په نصاب کې د اوبو برخې او د انجنیري پوهنځي يوه زدکړیال ښاغلي قدرت الله د باران اوبو د مهارولو په اړه په خپل وار پرېزنټېشنونه د کنفرانس له ګډونوالو سره شريک کړل او په دې اړه یې د دوی پوښتنو ته ځوابونه وويل.

د کنفرانس په دویمه ورځ بيا د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي مرستيال پوهنیار ډاکتر محمد هارون ستانکزي د اوبو او روغتيا، د کندهار ولايت د چاپېريال ساتنې د رياست استازي ښاغلي مطيع الله ذهين په کندهار کې د اوبو د کمښت عوامل او حل لارې، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوی محمد هاشم دقيق د افغانستان د اوبو مديريت او پر اقتصاد باندې د هغه اغېزې، د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پوهنيار لايق ځيرک پر روانو اوبو د ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان سياسي معضلې، پوهنيار عبدالوهاب طيب د شرعي مقاصدو په ساتنه کې د اوبو رول، پوهنيار محمد وسيم حنيف د اسلامي شریعت په رڼا کې د اوبو ارزښت، پوهنيار شريف الله ميثاق په نړیوالو حقوقي اسنادو کې د سرحدي اوبو څېړنه او پوهنيار ميرويس نيازي په افغانستان کې د اوبو اړوند قوانينو حقوقي څېړني په اړه پرېزنټېشنونه د کنفرانس له ګډونوالو سره شريک او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وويل.

دغه دوه ورځنی علمي کنفرانس د (۱۴۰۰)کال د وري د مياشتې پر ۳یمه پيل او د همدې مياشتې پر ۴مه په برياليتوب سره پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس ټولې مقالې به د کندهار پوهنتون د علمي مجلې په يوه ځانګړې ګڼه کې هم نشر شي تر څو ټول هېوادوال وکولای شي د اوبو په اړوند مسايلو کې د ريفرنس په توګه ګټه ترې واخلي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS