په کندهار پوهنتون کې د (OBE)، (SCL) او برېښنايي زده کړو (۱۲) ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون مشر پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثيق د دغه ورکشاپ له ټولو استادانو څخه غوښتنه وکړه چې له ورکشاپ څخه زده شوي موضوعات په ټولګيو کې په عملي ډول تطبيق کړي او په تدريس کې د پایلو پر بنسټ زده کړې (OBE) او شاګرد محورۍ (SCL) له مېتود څخه ګټه واخلي.
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز مسؤل پوهنمل سيداحمد محبوبي په خپلو خبرو کې وويل چې په دغه (۱۲) ورځني ورکشاپ کې د کندهار پوهنتون له اړوند پوهنځيو څخه ۳۳ استادانو فعال ګډون کړی و.
ښاغلي محبوبي په خپلو خبرو کې د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت او د نړیوال بانک(HEDP) ادارې څخه هم مننه وکړه چې د ورکشاپ ګډونوالو ته یې د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته او همکاري کړې ده.