په کندوز پوهنتون کې د معالجوي طب ایجاد او د ستوماتولوژۍ پوهنځي د احیاء په اړه د لوړو زده کړو وزارت مقام او رهبرۍ څخه مننغونډه ترسره شوه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۳:۵۱
jfdkjfjkdsjksdjkdskj

 یاده غونډه چې د کندوز پوهنتون حقوقي کلینیک د‌غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د کندوز پوهنتون رهبرۍ په ګډون ، د پوهنځیو رئیسانو ، د ولایت مقام مسوؤلینو ، د علماوو شورا غړو ، د دې ولايت ادارو رئيسانو ، تجارانو ، مخورو مشرانو ،دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو،او محصلینو ګډون کړی وو په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
د کندز پوهنتون رئیس ضیاءالدین سیرت  ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د دغه پروګرام له ترسره کېدو  یې موخه په کندوز پوهنتون کې د طب د پوهنځي د ایجاد او د ستوماتولوژي  پوهنځي د بیا احیاء په برخه کې کندوز پوهنتون رهبرۍ او کندوز ولايت ولس د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ پرېکړې خوښي وښوده څرګنده وي او کندوز پوهنتون کې یې  د طب پوهنځي ايجاد او د ستوماتولوژي پوهنځي بيا احیاء کول دکندز د خلکو له پرله پسې غوښتنو او لومړيتوبو څخه و ه چې له نيکه مرغه هغه هیله د کندوزیانو‌ پوره شوه.

همداراز په غونډه کې د ولايت مقام مسوؤلینو ، ګډونوالو په خپل وار سره د کندوز پوهنتون رهبرۍ وروستۍ هڅې وستایلې او د دغې سترې لاسته راوړنې مبارکي او له لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه او رهبرۍ څخه یې مننه وکړه.
یاده مننغونډه د کندوز ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په دعاء‌ پای ته ورسېده.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS