پکتیا پوهنتون سره د سولې مطالعتي، څېړنیز او خپرندویه مرکز د لسګونه ټوکه کتابونو مرسته وکړه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د دې مرکز له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د پکتیا پوهنتون سره یې د 180 ټوکه درسي کتابونو مرسته کړې.
ښاغلي اخندازاده د خوښي په څرګندولو زیاته کړه له تحصیلي او تعلیمي نهادونو سره د کتابونو مرسته هغه څه دی چې پر اساس به یې دغه مرکزونه لا پیاوړي او غښتلي شي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه بلکې تر دې وړاندې هم د فکر او قلم خاوندانو، لیکوالانو او یو شمېر علمي او خپرندویه ټولنو له پکتیا پوهنتون سره د کتابونو مرسته کړې.