پکتیا پوهنتون کې د کورونا ناروغۍ او روغتیا ته یې دګواښ په اړه علمي سمپوزیم جوړ شو
په دغه سمپیوزیم کې لسګونو استادانو، روغتیايي متخصصینو، د ولایت مرستیال ډاکټر عبدالولي سهي، د ولایت اداري رییس محمد رسول عادل، د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس، د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی ډاکټر سيد ولي جلالزي او د عامې روغتیا رییس ولایت خان ګډون درلود.
د پکتیا ولایت مرستیال په دغه کنفرانس کې وویل؛ چې پوهنتونونه د ټولنې دملا تیر جوړوي او دغه ډول علمي کنفرانسونه لویه هیله مندي رامنځته کوي.
ترهغه وروسته د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي رییس پوهنيار ډاکټر محمد شریف فرقاني په دغه ناسته کې وویل:" موږ د ټولنې پر وړاندې ستر مسووليت لرو د ټولنې روغتیایي ستونزو ته لاسرسی او دوی ته د متوجه روغتیایي ګواښونو له منځه وړل زموږ مکلفیت دی."
نوموړي له دولت څخه غوښتي چې یادې برخې ته لاپاملرنه وکړي.
د سمپوزیم په پای کې د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوی ډاکټر سيدولي جلالزي د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي لخوا د کورونا ویروس د دویمې او تازه څپې د پيل په درشل کې د دا ډول علمي او مسلکي سمپوزيم دايرول د هيواد په کچه يو بې ساری او پروخت نوښت وباله.