ښکلي هنرونه د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې یوه جدي اړتیا ده، چې نه یوازې بندې به نه شي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور په پام کې نیولو سره به لا ځواکمنې او په سم ډول وکارول شي.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۵:۲۶
a

۱۴۴۳/۱۱/۲

۱۴۰۱/۳/۱۲

ښکلي هنرونه د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې یوه جدي اړتیا ده، چې نه یوازې بندې به نه شي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور په پام کې نیولو سره به لا ځواکمنې او په سم ډول وکارول شي.

دغه خبرې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د پسرلني سمستر په مناسبت د هنري اثارو د نندارتون په پرانیسته کې وکړې.

په یاد محفل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د ملي بانک رئیس دوکتور شاکر جلال، د ملي راډیو ټلویزیون رئیس احمدالله وثیق، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي، جنرال مبین، یو شمېر رئیسانو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت عملي معین وویل، چې د ښکلو هنرونو پوهنځي د بندېدو او یا ادغام د منفي تبلیغاتو برعکس، موږ هڅه کوو، چې د ښکلو هنرونو پوهنځي مختلفې برخې ځواکمنې کړو او له خپل دین او ارزښتونو سره سمې یې وکاروو.

دوکتور لطف الله خیرخواه زیاته کړه، چې د اسلام په تاریخ کې د هنرونو مختلفې بېلګې لرو، چې اسلامي معماري یې یوه ښه بېلګه ده. نوموړي وویل، چې د اسلام په مقدس دین کې د خپل عقل ساتل، د شرعي احکامو له موخو څخه ده او که په دغه برخه کې له هنر څخه کار واخلو، نو غوره به وي. ځکه هنر د پیغام رسونې تر ټولو ښه لاره ده.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې په غیر اسلامي نظامونو کې له هنر څخه په سمه توګه استفاده نه کېږي او ډېری تش په نامه فعالیتونه یې له اسلام سره په ټکر کې دي، نو له همدې امله د مسلمانانو په ذهنونو کې د هنر کلمه بل ډول تعریف شوې ده او څه ډول چې پکار ده، په هغه ډول د هنر له کلمې څخه استفاده نه ده شوې. نوموړي زیاته کړه؛ هغه څه چې په کلمو کې یې نه شو رسولی، په تمثیل کې یې په ښه او غېزناک ډول رسولی شو او هر څومره چې د دغې پوهنځی د څانګو د نصاب لپاره کار وشي، بیا هم کم دی. دغه راز له دې لارې به خپل اسلامي رسالت په ښه توګه تر سره او خپل تاریخ او کارنامې به راتلونکو نسلونو ته ولېږدوو.

د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل، چې له هنر او هنري مهارتونو باید د اسلامي موخو او اسلامي امارت د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې استفاده وشي. نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، شاروالي او نورې ادارې د ښکلو هنرونو پوهنځی د استادانو او محصلانو له پروګرامونو ګټه اخیستلی او په خپل منځ کې همغږي رامنځ ته کولی شي.

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی رئیس پوهنمل دوکتور محمود آریوبي وویل، چې دغه پوهنځی د ګرافیک، فوتوګرافي، سینما او تیاتر، نقاشي، تزئیني هنرونه، تصنیف او ترانه او د نمایشي ادبیاتو څانګې لري، چې هره یوه یې کولی شي، په غوره توګه پیغام ورسوي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ټولنې د ذهنونو د روڼتیا لامل شي.

په یاد نندارتون کې ترانې، نندارې، فلم او انځور، د خطاطۍ هنرونه، نقاشي او میناتوري، چې هر یو یې اصیل افغاني، له اسلامي ارزښتونو سره سم او همدارنګه د متجاوزینو پر وړاندې د مجاهدینو د مبارزو ښودونکې نندارې وړاندې شوې.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري یو شمېر هغو استادانو او محصلانو ته ډالۍ ورکړل شوې، چې ښه وځلېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS