کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او زابل د لوړو زده مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک، لاسلیک شو.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۵۲
تنبیسنتسیتن


د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ په علمي او څیړنیزه برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د یادو تحصیلي بنسټونو د مسئولانو له خوا ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه او د زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي الحاج روح الله "مشال" ته یې د هوکړه لیک د پلي کولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
دغه هوکړه لیک چې په پینځو مادو کې ترتیب شوی دی، له مخې به یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د زابل لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د (استادانو تحقیق برخه کې مرسته، د سفر په حال د ځای او ترانسپورت زمینې برابرول، محصلینو لپاره علمي سیر، کادري غړو ترفېعاتو لپاره د لارښود استاد ټاکل، ځیني مضامینو لپاره د مرستندویه استادانو ټاکل، لابراتوارنو څخه ګټه اخیستنه، په علمي ژورنال کې د مقالو نشرول، کتابتونونو څخه ګټه اخیستنه، د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرول، علمي مجلو اېجادول، د تدریس کیفیت او تحصیلي وضعیت څېړل.... ) په برخو کې همکاري ترسره شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS