۱۳۱ تحصیلي نصابونه نهایي او ۹۱ یې د تائید لپاره مشرتابه ته لېږل شوي دي

د هېواد تحصیلي بنسټونو د کرنې پوهنځي لېسانس برنامو لومړي ګروپ، لومړي پړاو کلسټر په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل، چې لوړو زده کړو وزارت تر دې مهاله د ۱۳۱ تحصیلي نصابونو بیاکتنه او پراختیا کړې او ۹۱ نصابونه یې د تائید لپاره مشرتابه ته استولي دي.
دغه راز د تحصیلي نصاب رئيس په یاده ناسته کې د تحصیلي نصاب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «په یوه تحصیلي برنامه کې نصاب د هدفمند لارښود حیثیت لري، چې محصل او استاد خپلو موخو ته رسوي.» نوموړي د نصاب په بیاکتنه او پراختیا کې پر دقت ټينګار وکړ او د کلسټر له غړو یې وغوښتل چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د وخت غوښتنو ته ځواب ویونکی نصاب جوړ کړي.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهنوال داود شاه فاروق د پرېزنټېشن له لارې د کلسټر کاري بڼه تشریح کړه او د نصاب پر جوړښت، ځانګړتیاوو او ستراتیژۍ یې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه کلسټر کې د کرنې پوهنځي لېسانس برنامو ۱۲ څانګو پر تحصیلي نصاب د کلسټر د غړو له لوري په پنځه کاري ورځو کې کار کېږي.