۴ زره ۹سوه ۸۵ تنه محصلين د کابل پوهنتون له ۲۱ پوهنځیو څخه فارغ شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۹:۴
ا

د تحصیلي نظام د کیفیت او د محصلانو د مهارتونو لوړول د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په سر کې ځای لري.

دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغت غونډه کې بیان کړ.

په هغې غونډه کې چې کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوی وه، د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهنمل حمیدالله فاروقي، په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد نبي مصداق، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د مختلفو پوهنځیو رئیسانو او استادانو، فارغانو او د هغوی کورنیو هم ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ په ترڅ کې د نوموړيو فراغت یوه لویه لاسته راوړنه وباله او ویې ويل: «د محصل او پوهنتون اړيکه د مور او اولاد اړيکې ته ورته ده، لکه څنګه چې میندې په خپلو اولادونو ویاړي، پوهنتونونه هم په خپلو فارغو شویو محصلانو چې د ټولنې په مختلفو برخو کې فعالیت لري ویاړ کوي

ا

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر فارغان خپلو مسؤلیتونو او رسالتونو ته متوجه کړل او ویې ویل: «افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی او باید په ژمنتیا او رېښتینولۍ سره خپلې دندې سرته ورسوو، یواځې د فراغت سند په درلودلو سره باید اکتفاء و نه کړو او په هغه څانګو کې چې تاسو ته یې مسؤولیت درکول کیږي، خپل تخصص، قابلیت او وړتیا وکاروئ

ښاغلي بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې د تحصیلي نصاب بیا کتنه، بهرنیو بورسونو ته د استادانو او محصلانو لیږل، د پوهنتونو د کیفیت د تضمین برنامه یی کیدل، د تقنیني اسنادو غنامندي، د هیواد په لویو پوهنتونو کې د ماسټرۍ ګډو پروګرامونو جوړول، د پوهنتونو د علمي څیړنو مرکزونو ته توجه کول، د زده کړه ییزو پروګرامونو الیکټرونیکي کول او د تحصیلي زیربناوو پراختیا له هغو مواردو څخه دي چې د محصلانو د مهارتونو په لوړولو کې مثبت اغیز لري.

د کابل پوهنتون رئیس او د لوړو زده کړو په برخه کې د ولسمشر سلاکار پوهنمل حمیدالله فاروقي ددې دورې محصلانو فراغت د ټولنې او هیواد لپاره یو لوی ویاړ وباله او هغوی ته يې داسې وویل: «ستاسو د پوهې لاسته راوړنه په همدې ځای نه ختمیږي بلکې د علم او پوهې تحصیل تر مرګه پورې دوام مومي او اوس تاسو په خپلو نویو زده کړو سره له مخکې زیات په ټولنه کې پرمختګ وکړئ او له دغو زده کړو څخه مو په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړئ

ا

د کابل پوهنتون رئیس زیاته کړه چې د یوې ټولنې پراختیا او پرمختګ د ټولنې د زده کړیالانو او پوهانو په لاس کې وي او تر څو چې په ټولنه کې مسلکي او متخصص پوهان راپيدا نشي، پرمختګ ناممکن دی. هغه همدارنګه وویل چې په دې ډګر کې علمي او اکاډمیک مرکزونه او بنسټونه ډیر لوی رسالت لري.

په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد نبي مصداق د جمهور رئیس پیغام قرائت کړ او ویې ویل، چې د علمي بنسټونو فارغان د خلکو او ټولنې په وړاندې زیات مسؤولیتونه لري او هغوی باید کوښښ وکړي چې د هیواد په پرمختګ او آبادۍ کې خپل رغنده رول ولوبوي.

ا

د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالې پوهنوال دوکتور تفسیره هاشمي په وینا، په دغه دور کې ۴ زره ۹ سوه او ۸۵ تنه محصلین ددې پوهنتون له ۲۱ پوهنځیو څخه فارغ شوي دي.

د پروګرام په پای کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون د رهبرۍ هئیت فارغانو ته ستاينليکونه ورکړل.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو معین صاحبانو د ۱۴۰۳هـ.ش کال کانکور د څرنګوالي په اړه د ازموینو ملي ادارې له استازي سره د همغږۍ ناسته وکړه. 


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد او د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د ازموینو ملي ادارې له راغلي استازي سره د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۷:۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځی دوه ويشتمې دورې څخه  ۷۵ تنه محصلان فارغ شول.


په همدې مناسبت غونډه، چې د ياد پوهنتون د  امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې جوړه شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو، محصلانو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د جامي خصوصي پوهنتون استازي د تضمین کیفیت په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.  


د جامي خصوصي پوهنتون علمي مرستیال عتیق الله رحیمي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته، په داسې حال کې چې د تحقیق، تألیف او ژباړې، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

BACK TO NEWS