د ښځو لپاره د بنګله دیش هیواد د آسیایي پوهنتون تحصیلې بورسونو خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

د ښځو لپاره بنګله دیش هیواد آسیایي پوهنتون د لیسانس په کچه  په لاندي څانګو کې د ۵۰ تحصیلې بورسونو د ورکړي، خبر ورکړۍ دي:

  1. Bioinformatics (B.Ss.)
  2. Economics(B.A.)
  3. Environmental Science (B.Sc.)
  4. Politics, philosophy& Economics (B.A.)
  5. Public Health Studies (B.Sc.)

شرطونه:

  1. په شرایطو برابر غوښتونکې باید ښځینه اوسې.
  2. غوښتونکې په ۱۳۹۷-۱۳۹۳ کال د مرکز او ولایانو له لیسو څخه فارغ وي او د هغوی د ښونځې د دری کلنې ثانوي دوري سلنه یې له ۷۰٪ څخه کمه نه وي.
  3. غوښتونکې باید په عالې کچه د انګلیسې ژبې سره بشپړ بلدیت ولري او وکولۍ شې چې آزموینه په لیکلې او شفاهې ډول ترسره کړي.

د اړتیا وړ سندونه:

  1. ښونیزسندونه(د ښونځې شهادتنامه درلودل اړین دي، پرته له هغې به د غوښتونکې نوم لیکنه ونشې.)
  2. د تابعیت تذکره
  3. د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د فورم ډکول او بشپړول

په شرایطو برابر مینوال چې په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکې دي کولۍ شې د نوم لیکنې او د سندونو د تکمیلولو لپاره د ۲۰۲۰/۲/۲۵ نیتې پوري چې د ۱۳۹۸/۱۲/۶هجري لمریز نیټې سره سم دي د بهرنیو اړیکو او د بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي. او د نورو معلوماتو او د ښځو لپاره د بنګله دیش هیواد د آسیایي پوهنتون د غوښتنلیک  فورم  ډکولو لپاره د برک محترم دفتر، ۱۹۰ نمبر کور څلورم سړک،آریا کارته د شرینو نسوان لیسې مخامخ کابل افغانستان ته لاړ شې او یا هم کولۍ شې  د اړتیا په صورت کې دغو شمیرو سره اړیکه ونیسې؛ ۰۷۰۴۷۳۳۲۹۳-۰۷۹۲۱۲۷۵۴۵

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements