د «افغانستان د سیاحتي جاذبو ملي کنفرانس» په څنډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د تحصیلي بنسټونو د علمي او څېړنو مرستیالانو سره ناسته وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تحصیلي بنسټونو د څېړنو په برخه کې د ستونزو هواري، وړاندیزونو اورېدلو او په دغه برخه کې د لاسته راوړنو شریکولو په موخه د تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي برخو مرستیالانو سره په بدخشان پوهنتون کې ناسته وکړه.
علمي معین یادو مرستیالانو ته په خطاب کې وویل: « لوړو زده کړو وزارت د څېړنو ارزښت ته په کتو د څېړنو معاونیتونه رامنځته کړل او موخه یې دا ده چې د څېړنو په برخه کې پر ځان بسیا شي.»
همدارنګه دوکتور خیرخواه له نوموړو مرستیالانو څخه وغوښتل چې د څېړنو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له لوړ زده کړو وزارت سره شریکې کړي.
وروسته د څېړنو او علمي برخو مرستیالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له علمي معین سره شریک کړل او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له لوري د اړونده ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.