د شمال ختیځ زون په کچه کندز ولایت کې د امام قتیبه بن سعید (رح) د دیني جامعاتو او تخصصاتو د افتتاح په مناسبت، غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې، چې د امام قتیبه بن سعید (رح) جامعې د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د یادې جامعې مشرتابه پلاوي، د کندز پوهنتون رئیس، د علماوو شورا غړو، د ولایتي ادارې مسؤلینو، محصلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس شیخ محمد عوض المظهري د یادې جامعې په اړه معلومات ورکړل او په خپلو ویناوو کې وویل چې علمای کرام د لویې دورې له پای ته رسولو وروسته په دغه جامعه کې د دوو کلونو په موده کې زده کړې کوي او د دوکتورا په کچه د فراغت سند ترلاسه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د بدخشان، تخار، بغلان، او کندز ولایتونو څخه ۳۵ تنه فاضلان معرفي شوي، چې د استادانو له خوا عملآ تدریس کیږي.