د لغمان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![gffgdfgdgf](/sites/default/files/2024-06/5_10_82.jpg)
Closing Date
لغمان پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اقتصاد پوهنځی؛
• اداره او تجارت ډیپارټمنټ (۱) بست.
• مالي او بانکي دیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۶/۴/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.