د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۵:۳۹
ersdfsd

Closing Date

کابل پولي تخنیک پوهنتون څلورم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د  اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی؛
•    اوبو د ودانیو(ساختمانونو ) انجنیري ډیپارټمنټ  ‍    (۱) بست . 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.