د سرپل لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
سرپل لوړو زده کړو مؤسسې لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• بیولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی؛
• نفتو او ګاز لرونکو ساحو اکتشاف او استخراج ډیپارټمنټ (۱) بست.
• جامدو ګټورو موادو اکتشاف او تفحص ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کرنې پوهنځی؛
• د اګرانومي ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۰/۶/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.