د التقوی خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
التقوی خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوترساینس پوهنځی؛
• معلوماتي سیسټمونو ډیپارټمنټ (۴) بسته.
• معلوماتي ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ (۴) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.