بادغیس لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
بادغیس لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او یا ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
• انګلیسي ډیپارټمنټ (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی؛
• مالي او بانکي چارو ډیپارټمنټ (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی؛
• ملي اقتصاد ډیپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۵/۶/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد مؤسسه لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.