د ننگرهار پوهنتون علمي کادر بستونو خبرتیا!
Closing Date
ننگرهار پوهنتون د درییم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس (DVM) په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د علوم وترنری پوهنځی؛
د تولیدات حیوانی ډیپارټمنټ (۱) بست.
د کلینیک ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲/۷/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۱۲/۷/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.