د هرات پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

Closing Date
هرات پوهنتون د دریم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د هنرهای زیبا پوهنځی؛
د خطاطی او نقاشی ډیپارټمنټ (1) بست
داوطلبان کولای شي، چې د 16/۷/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر 30/۷/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.