د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د التقوی او سپین غر خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو له لوري ترسره کېدونکو کنفرانسونو په اړه د یادو نهادونو مسؤلینو سره بېلابېلې مشورتي ناستې وکړې

یادې ناستې چې په ننګرهار پوهنتون کې ترسره شوې، د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنیار خوشحال جواد د دغه مؤسسې له لوري ترسره کېدونکي (د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول) نړیوال کنفرانس او د سپین غر لوړو زده کړو مؤسسې رئیس شمس الدین همت د(افغانستان کې روغتیايي سیستم او خدمتونو ته کتنه؛ ستونزې، فرصتونه او حل لارې) ملي کنفرانس ته د چمتووالي، ترلاسه کړیو مقالو کميت او کيفيت، چارو ښه تنظيم او نور برخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړو زیاته کړه، چې د ټولو اصولو، شرایطو او مقرراتو په رڼا کې یې د خپلو پوهنتونونو له خوا د دایرېدونکو کنفرانسونو چارې د ټاکلو پلانونو او مهالوېشونو سره سمې پر مخ روانې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې په دغه ترسره کېدونکو کنفرانسونو کې دې ټول نړیوال او ملي معیارونه په پام کې ونیول شي، ګډونوالو ته دې غوره امکانات او اسانتیاوې چمتو او د کنفرانسونو بریالي ترسراوي لپاره دې جدي هلې ځلې ترسره شي.
نوموړي دغه کنفرانسونه ګټور وبلل او د یادو بنسټونو د هڅو ستاینې تر څنګ یې هغوی ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶هـ.ق د جمادي الاخرة ۱۴مه
۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ۲۶ مه
۲۰۲۴ م د ډسمبر ۱۶ مه