میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د محصل نړیواله ورځ ونمانځله

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۸:۵۴
g

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د محصل نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځله، چې د موسسې د رهبري، اداري کارکوونکو، استادانو او د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو محصلانو سربېره پکې د زابل مرستیال والي ښاغلي عنایت الله خان هوتک، د زابل د پوهنې محترم رئیس نصرالله زاهد، د ارشاد، حج او اوقافو محترم رئیس، د کرنې، مالداري او اوبولګونې محترم رئیس، د اقتصاد ریاست محترم رئیس، قومي مخورو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د موسسې رئیس ښاغلي پوهنیار رحمت الله کاکړ ټولو ګډونوالو ته د هرکلي او ښه راغلاست مراتب وړاندې کړل. نوموړي د نمانځغونډې د تنظیم په پار د محصلانو او میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې له هغو ټولو استادانو او کارکوونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د تل غوندې به یې هڅه دا وي چې د موسسې د اداري، مالي، فزیکي او همدارنګه علمي سرچینو انکشاف ته تر ممکنه بریده په ولایتي، ملي او نړيواله کچه زمینه برابره او په مؤثره او مثمره توګه ترې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې هر محصل، اداري کارمند او استاد ګټه واخیستلای شي.

د زابل ولایت محترم مقام مرستیال والي ښاغلي الحاج عنایت الله خان هوتک د افغانستان ټول والدین، محصلان او د پوهنې د ډګر ټول مستقیم او نامستقیم ښکېل اړخونه اتلان وبلل، چې له لسیزو جګړې او غربت سره سره یې زده کړې ته مخه کړې ده؛

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل حمدالله حمیم د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او مبارکي وویله، د موسسې تېر او اوسنی وضعیت یې د لاسته راوړنو، ستونزو او خنډونو په پار سره پرتله کړ؛ د ظرفیت لوړونې او سرچینو د پراخوالي لپاره یې له نورو اداراتو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک ژمنه وکړه او د زابل ولسونو او د پوهنې محترم ریاست ته یې ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به په ښوونځیو کې په کار پوه او مسلکي استادان ولري.

د زابل ولایت د پوهنې محترم رئیس ښاغلي نصرالله زاهد تر سلام او ښه راغلاست ویلو وروسته د کابل پوهنتون د خونړي برید قرباني شویو محصلانو ته دعا او غم شریکي وړاندې کړه او ویې ویل چې دولت، ملي یووالي ته ژمن دی او نننۍ غونډه ددې څرګند ثبوت دی، راځئ د تور او سپین او اقلیت او اکثریت خبره له منځه یوسو او په ګډه سره د هېواد د آبادۍ لپاره مټې راونغاړو.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

BACK TO NEWS