پکتیا پوهنتون کې د کورونا ناروغۍ او روغتیا ته یې دګواښ په اړه علمي سمپوزیم جوړ شو

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۸:۲۸
g

په دغه سمپیوزیم کې لسګونو استادانو، روغتیايي متخصصینو، د ولایت مرستیال ډاکټر عبدالولي سهي، د ولایت اداري رییس محمد رسول عادل، د حماس خیریه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس، د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی ډاکټر سيد ولي جلال‌زي او د عامې روغتیا رییس ولایت خان ګډون درلود.

د پکتیا ولایت مرستیال په دغه کنفرانس کې وویل؛ چې پوهنتونونه د ټولنې دملا تیر جوړوي او دغه ډول علمي کنفرانسونه لویه هیله مندي رامنځ‌ته کوي.

ترهغه وروسته د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي رییس پوهنيار ډاکټر محمد شریف فرقاني په دغه ناسته کې وویل:" موږ د ټولنې پر وړاندې ستر مسووليت لرو د ټولنې روغتیایي ستونزو ته لاسرسی او دوی ته د متوجه روغتیایي ګواښونو له منځه وړل زموږ مکلفیت دی."

نوموړي له دولت څخه غوښتي چې یادې برخې ته لاپاملرنه وکړي.

د سمپوزیم په پای کې د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوی ډاکټر سيدولي جلال‌زي د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي لخوا د کورونا ویروس د دویمې او تازه څپې د پيل په درشل کې د دا ډول علمي او مسلکي سمپوزيم دايرول د هيواد په کچه يو بې ساری او پروخت نوښت وباله.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS