د لوړو زده ‌کړو وزارت له لوري د Edx او Afghan x زده کړییزو برنامو ورکشاپ دایر شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۱:۳۳
g

د هیواد دپنځو سترو پوهنتونونو  دعلمي کادر د غړو لپاره  د لوړو زده کړو وزارت د  برېښنايي زده کړو د کمیسیون له خوا د Edx  او Afghan x  زده کړییزو برنامو ورکشاپ دایر شو.

په دې ورکشاپ کې چې د پولي تخنیک پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ او اړیکو په مرکز کې دایر شوی و، د ننګرهار،هرات، بلخ، کندهار او خوست شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیالانو او د علمي کادر یو شمېر غړو ګډون درلود.

د ورکشاپ ګډونوالو ته د درېیو ورځو په ترڅ کې Edx  پلټفورم او افغان ایکس Afghan x  پروګرامونو د چمتو کولو مهارت، د ایډکس او افغان ایکس د نړیوالو کورسونو د ثبت او ضبطولو په اړه عملي زده کړې ورښودل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS