د ننګرهار پوهنتون رئيس په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او اداري انسجام (TiKA) له رئیس سره وکتل

په ياده لیدنه کې، دواړو خواوو د ترکیې او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر رامنځته کېدو او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې .
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ننګرهار پوهنتون یو شمېر وړاندیزونه، چې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې د څانګې رامنځته کول، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو لپاره د یو راډیو سټیشن او ویډیو سټوډیو جوړول، د کرنې پوهنځي د څېړنیزو فارمونو تجهیز او معیاري کېدل او د یادو چارو د ترسراوي لپاره د دواړو ادارو تر منځ د یوه هوکړه لیک لاسلیک کول پکې شامل وو، له راغلي پلاوي سره شریک کړل.
د (TiKA) ادارې رئیس ښاغلي زحتو چال د پوهنتون مشرتابه ته په اړوندو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اداره به یې ډېر ژر د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو د رامنځته کېدو لپاره له ننګرهار پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.