د لوړو زده کړو وزارت او د عدالت له پاره د مېرمنو مؤسسې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو

د یو تفاهم لیک پر بنسټ چې نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت او د عدالت لپاره د ښځو موسسې ترمنځ لاسلیک شو، یادې موسسې ژمنه وکړه چې د دې وزارت دښځينه کارمندانو لپاره په تخنیکي او ظرفیت لوړولو برخو کې د جندر د مساواتو په موخه همکاري کوي.
په هغو مراسمو کې چې په دې اړه دایر شول،د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش د یادې موسسې څځه د مننې ترڅنګ، د جندر په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه وویل لوړو زده کړو وزارت د موثریت او لا ښه کار کولو په موخه د جندر د تساوي او د ښځو د وړتیاوو د ځواکمنولو په پار د جندر آمریت ریاست ته دلوړولو په اړه کار کوي.
ښاغلي درویش د جندر په برخه کې د تخنیکي کسانو کمښت هغه موارد وښودل چې د لوړو زده کړو وزارت دا مهال ورسره مخ دی.
نوموړي زیاته کړه ، لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د عدالت لپاره د ښځوموسسې په همکارۍ د مرکز او ولایتونو په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو،خوندي چاپيریال په موخه زده کړه ییزې برنامې پر لار واچوي.
وروسته د عدالت لپاره د ښځو موسسې مشرې حمیرا رسولي، د تفاهم لیک او د دې موسسې په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، چې د دې تفاهم لیک د لاسلیک موخه د تخنیکي همکاریو وړاندې کول په ځانګړې توګه په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونې او اذیت د منع کولو پر پالیسۍ بیا کتنه، تطبیقي میکانیزمونو ایجادول او نورې ټولې حل لارې، چې موخه يې په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو لپاره د خوندي کاري او تحصیلي چاپېریال برابرول دي.
د لوړو زده کړو وزارت د جندر آمرې میرمن ملکه قاسمي په وینا، لوړو زده کړو وزارت شکایتونو ته د رسیدنې په برخه کې د تفاهم لیک د موادو سره سم، د زده کړه ییزو موادو د چاپ او د پوسترونو دنصب، د بروشورونو په چمتو کولو او په تحصیلي بنسټونو کې د عامه پوهاوي او تبلیغاتو په نورو برخو کې لازمه همکاري کوي.
د یادونې ده چې لاسلیک شوی تفاهم لیک ۹ مادې او ۳۶ بندونه لري چې د لاسلیک له نیټې تر ۳ کلونو پورې د اعتبار وړ دی.