د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین نور احمد دروېش ژوند لیک

g

نوراحمد دروېش د محمد سلیمان زوی چې په 1986 لمريز کال په کابل کې په یوه متدینه، روڼ اندې او علمپاله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په پېښور کې وکړې او لوړې زده کړې يې د عامه محاسبې او ستراتیژیک مدیریت په برخه کې پای ته رسولې دي.

ښاغلي دروېش د کابل پوهنتون له پالیسۍ او عامه ادارې او همداراز د ښوونې او روزنې د نړیوال مدیریت په برخه کې له المان هېواد څخه ماسټري لري.

نور احمد دروېش په بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو کې، په عملیاتي، مدیریتي او رهبري برخو کې څوارلس کلنه تجربه لري او همدا راز يې د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي پروګرامونو د ريیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د مدیریت، زده کړو، په پرمختیايي پروګرامونو کې څارنه او ارزونه، د لوړو زده کړو وزارت د نظام په پرمختګ کې د کیفیت تضمین، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په وده کې د لوړو زده کړو وزارت رول او د  کابل په دولتي پوهنتونون کې د زده کړې لارې، تر سرلیک لاندې بېلابېل علمي او څېړنيز اثار لري.

درویش د اړیکو، نوښت او د شخړو حل مدیریتي برخو کې ځانګړی مهارت لري او په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو بشپړ تسلط لري.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۷:۱۸
Background image

د تبدیلۍ بهیر پای ته رسېدو اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


د تحصیلي بنسټونو ټولو ګرانو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د تبدیلو پروسه کال کې یو ځلي (جدي او دلو) میاشتو کې ترسره کیږي. 
نو له ټولو درنو محصلینو څخه هیله کېږي چې دغه پروسه یوازې په . . .

Back to announcements