د لوړو زده کړو وزارت او پلازمېنې زون پراختیا ادارې تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

دغه هوکړه لیکونه د ملکي لوړو زده کړو قانون څلورمې مادې پر بنسټ، د دوه اړخیزو همکاریو په خاطر د البېروني پوهنتون او لوګر لوړو زده کړو موسسې د کرنې او انجینرۍ پوهنځیو د محصلینو لپاره د پراختیايي پروژو پلي کول، د کرنیزو فارمونو جوړول، د ونو روزنه، د شنو ساحو رامنځ ته کول او د عملي فعالیتونو رامنځته کول دي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش له پراختیايی او څړنیزو پروژو او د استادانو او محصلینو لپاره د عملي کارونو رامنځ ته کولو په خاطر د پلازمېنې زون پراختیا ادارې او لوړو زدهکړو وزارت تر منځ همکاري یو مثبت ګام وباله او ویې ویل؛ چې لوړو زده کړو وزارت د نوښتګر ځواک او د اړتیا وړ عملي او نظري فعالیتونو لپاره زمینه برابروي او په دې برخه کې هڅه کوي.
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې مرستیال فرهاد جلالزي هم دغه هوکړه لیک ګټور وباله او په عملي کولو یې ټینګار وکړ. هغه وویل؛ یاده اداره د هېواد له ټولو پوهنتونونو سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمنه ده.
همدارنګه په دغه غونډه کې د البېروني پوهنتون رییس ډاکټر عبدالقهار سروري او لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس عبدالناصر ستانکزي هم په یاده موضوع خبرې وکړې او دغه هوکړه لیک یې د تحصیلي بنسټونو د بریا او محصلینو ظرفیت لوړولو لپاره مثبت ګام وباله.