په لغمان پوهنتون کې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د مقالې لیکلو سیالۍ وشوه

په یاده غونډه کې چې د لغمان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سربېره د لغمان ولایت مرستیال والي او یو شمېر ادارو مسوولانو ګډون درلود؛ د لغمان پوهنتون مشر دوکتور عصمت الله دراني ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اوبو او بندونو د ارزښت په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د لغمان پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار ډېپلوم انجنیر میرویس صدیقمل د موضوع د اهمیت په اړوند خبرې وکړې او د دې ډول علمي غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د لغمان ولایت مرستیال والي پوهنوال خواجه محمد عصامي د اوبو د کلتوري او دیني اهمیت په اړوند هر اړخیزه وینا وکړه، چې تر څنګ یې محصلین او ځوانان د موضوع د عامه پوهاوي په اړوند خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل.
همدارنګه د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي یو تن استاد ښاغلی پوهنیار ډېپلوم انجنیر محمد نصیر وحدت د بندونو پر تخنیکي، ټولنیز او کلتوري ارزښت په اړوند خپل پرېزنټېشن وړاندې وکړ او د بندونو او اوبو د اهمیت په اړ یې هر اړخیزه وینا وکړه.