د کمال خان بند پرانیستې په اړه د نورستان لوړو زده کړو موسسې لخوا د ولایت مقام د غونډو په تالار کې علمي سیمینار جوړ شو

په دغه سیمینار کې د ولایت مقام مرستیال والي محمد هاشم فیضي په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیاله ډاکټر زاهده فیضان د دولتي ادارو مشرانو د پوهنتون استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې مرستیال والي محمد هاشم فیضي د کمال خان بند ارزښت، د اوبو مدیریت او کنټرول په اړه وینا وکړه.
ورپسې د نورستان د لوړو زده کړو موسسی علمي مرستیال حبیب الرحیم شینواري د کمال خان بند په اړه علمي سیمینار او چمتو کړی پرېزنټېشن ګډونوالو ته وړاندې کړ. نوموړي د کمال خان د ژوند او کارنامو، د کمال خان بند په اقتصادي ارزښت او د اوبو د مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي مشر جاوید صاحب زاده د کمال خان بند په اړه د نورستان د لوړو زده کړو موسسې عملیاتي پلان تشرېح کړ.