د لوړو زده کړو وزیر د اووم تحصیلي نندارتون په پای غونډه کې ګډون وکړ

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۴:۳۴
ب

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په دغه غونډه کې وویل چې که د پوهنتونونو معلوماتي نندارتونونه د تحصیلي تولیداتو وړاندې کولو پر نندارتونونو بدل شي نو د پام وړ اغېز به ولري. عباس بصیر خوښي څرګنده کړه چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو تر منځ همغږي او اړیکې لاپراخېدی شي او دا یوه ډېره مهمه موضوع ده چې باید نور هم ورته پام وشي.

د نوموړي په وینا په ټوله کې د پوهنتونونو لومړی نسل زده کړې دویم یې څېړنې او درېیم یې تولید کوي؛ چې دا د لوړو زده کړو وزارت له کاري لومړیتونو څخه دی څو تحصیلي نظام له ښوونیز څخه څېړنیز ته واړوي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د نړۍ پرمختللو پوهنتونونو د څېړنو پر بنسټ پرمختګ کړی او دا ښکاره ده چې له څېړنو پرته به موږ د تحصیلي نظام پرمختګ کې کوم د پام وړ بدلون ونه وینو، ځکه چې پرته له څېړنو او تولید څخه د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ناشونی دی.

د یاد تحصیلي نندارتون په پای غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي سربېره د یوشمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو چارواکو او مسوولینو هم ګډون کړی و.

د یادونې ده چې دغه تحصیلي نندارتون څلور ورځې وړاندې کابل کې د افغانستان د نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د یاد کنفرانس په پای مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره شریکوي. . .

BACK TO NEWS