د لوړو زده کړو وزیر د سرحدونو او قبایلو له وزیر سره وکتل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۰:۱۷
ل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د سرحدونو او قبایلو له وزیر محب الله صمیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 په دغه لیدنه کې  دواړو اړخونو په سرحدي ولایتونو کې د زده کړو پر قوي کېدو او لوړو زده کړو ته د سرحدي ولایتونو ځوانانو پر لاسرسي خبرې وکړې.

 د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس د دغه وزارت پروګرامونو او لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت لوړو زده کړو ته د متوازن لاسرسي په پام کې نیولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خدمتونو وړاندې کولو او همدارنګه د هېواد ټولو ځوانانو ته د زده کړې برابرولو لار هواروي.

 همدارنګه د سرحدونو او قبایلو وزیر محب الله صمیم د لوړو زده کړو وزارت وروستي پروګرامونه وستایل او په سرحدي ولایتونو کې یې د هر ډول تحصیلي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ټټر وډباوه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS