د لوړو زده کړو وزیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي سره وکتل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي عبدالله شفاهي سره ولیدل.
د دغې لیدنې موخه له اساسي قانون څخه د تحصیلي بنسټونو د خبرولو پروګرامونو جوړولو څرنګوالی، د سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول او په درسي نصاب کې د اساسي قانون په اړه د مضمونونو شاملول وه.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر له دولتي ادارو سره د دغه وزارت ګډو پروګرامونو او په بېلابېلو ادارو کې د تحصیلي بنسټونو علمي کادرونو غړو له تجربو څخه ګټې اخیستلو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، چې د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون د نورو همکاریو تر څنګ کولای شي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو زدکړیالانو ته د عملي کار لار هواره کړي.
د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون غړي عبدالله شفاهي هم د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د اساسي قانون د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د دغه کمېسیون او لوړو زده کړو وزار تر منځ یې د ګډو همکاریو په اړه د هوکړې پر لاسلیک ټینګار وکړ.