د ۶ طبي څانګو د دویم پړاو کلسټر په لوړو زده کړو وزارت کې پیل شو

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۲:۱۰
د ۶ طبي څانګو د دویم پړاو کلسټر په لوړو زده کړو وزارت کې پیل شو

د تحصیلي نصابونو د بیاکتنې په لړ کې نن د کلسټر دویم پړاو د طب په ۶ څانګو (عامې روغتیا، نرسنګ، قابلګي، انستیزي، طبي ټکنالوژي او ستوماتولوژي) په لوړو زده کړو وزارت کې پیل شو.

په دغه کلسټر کې چې پنځه ورځې دوام لري، د نصاب ملي کمېسیون غړي، د پوهنتونونو ښکېلو پوهنځیو استادان، د وزارتونو استازو او ښکېولو ادارو او خصوصي سکټور ګډون کړی دی

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د نصاب ملي کمېسیون له غړو مننه وکړه او له نړیوالو معیارونو سره د لوړو زده کړو د نصاب یو شان کول یې د افغانستان په پرمختګ کې مهم وبلل، دغه راز ټینګار یې وکړ، چې نصاب باید د هېواد په پوهنتونونو کې انتقادي تفکر عام او د پوهې غوړېدنې ته لار هواره کړي. هغه وویل که د زده کړو حالت د دیکتې بڼه وي او یوازې د معلوماتو حافظې ته سپارل د اوسمهال شرایطو ته ځواب نه شي ویلی، نو داسې نصاب باید وکاروو چې روزنه د څېړنې پر بنسټ وي. دغه راز زدکړیال باید په لېسانس دوره کې د څېړنو له بڼې سره بلد شي، سرچینې مطالعه شي او کره کتنه او څېړنه یې وشي.

دوکتور عباس بصیر د دولتي او خصوصي طبي بنسټونو او د نصاب بیاکتنې کمېسیون غړو مسوولیت دروند وباله او ویې ویل چې د دوی له لوري تدوین شوی نصاب د علمي ظرفیت د معیار په توګه د هېواد پوهان او زدکړیالانو تر قضاوت لاندې دی.

د لوړو زده کړو وزیر د نصاب بیاکتنې کمېسیون غړي اړ کړل چې د بیاکتنې او نصاب د تدوین تر څنګ د درسي مرستیالو کتابونو او توکو د تدوین، د کار بازار ته په کتو، د څانګو پر رامنځته کولو او د نوي نصاب پر بنسټ د علمي څېړنو په برخه کې د استادانو او زدکړیالانو رول زیات کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي هم د نصاب د کار دوام چې د کورونا ناروغۍ له امله یو څه ټکنی شوی و، ملاتړ وکړ او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت، مسلکي او څانګپوه ډلې یې، تل د یوه ښه علمي حالت د رامنځته کېدو لپاره کار کړی دی. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل، چې له نوي نصاب سره څېړنې جدي ګڼل کېږي او د افغانستان په علمي بنسټونو کې به کیفیت تضمین شي. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د نوي نصاب د پلي کولو په برخه کې د څانګو امرینو مسوولیت او مکلفیت ته اشاره وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې دې برخې ته جدې پام وکړي.

پوهنمل بالاکرزي د نصاب بیاکتنې د کلسټر غړو ته وویل چې باید دې ته پاملرنه وشي چې په سیمه او نړۍ کې څه شی تدریسېږي او د کار بازار اړتیا څه ده او دا چې په رښتیا درسي توکي مو د کار د بازار په ګټه دي او که نه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي پروګرامونو د پراختیا رییس پوهندوی علي جان عادل د نصاب بیاکتنې په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونه څرګند کړل او ویې ویل چې د نصاب بیاکتنې کمېسیون غړي مجرب استادان دي او په دې برخه کې کار کوي او درسي مفردات د ځانګړو مضمونونو په چوکاټ کې د څانګو او پوهنتونونو په ګډون بیاګوري او تدوینوي.

ښاغلي عادل وویل چې د هرې تحصیلي څانګې نصاب په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي او په روان تحصیلي کال کې به د ټولو ۱۶۵ تحصیلي څانګو نصاب د کار بازار او نړیوالو معیارونو سره سم بشپړ شي. هغه وویل چې تر دې مهاله ۷۱ څانګې بشپړې شوي او په پاتې څانګو کار روان دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS