د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهاند محمد رسول باوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۵:۱۲
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي نن د پوهاند محمد رسول باوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د ګلو ګېډۍ په اېښودلو سره یې د علمي او اکاډمیک شخصیت اروا ته دعا وکړه.

د پوهاند محمد رسول باوري د جنازې په مراسمو کې چې د سردارمحمد داودخان روغتون کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، د دولت یوشمېر لوړپوړو چارواکو، د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او اړیکو سرپرست او  ویاند، د کابل پوهنتون علمي او د محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنتونونو یوشمېر استادانو او د ارواښاد باوري دوستانو او کورنۍ هم ګډون کړی وو.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د پوهاند باوري مړینه د لوړو زده کړو کورنۍ ته یوه ستره ضایعه وبلله او د هېواد اکاډمیکې ټولنې په تېره بیا د هېواد لرغونپوهنې، تاریخ او کلتور په برخه کې د هغه کړنې او خدمتونه ارزښتناک او تلپاتې وګڼل.

د لوړو زده کړو علمي معین د پوهاند محمد رسول باوري کورنۍ او خپلوانو ته د تسلیت ویلو تر څنګ له څښتن تعالی څخه ارواښاد ته د جنت او کورنۍ ته یې د صبر هیله وکړه.

په پام کې ده چې د پوهاند محمد رسول باوري جنازه کندهار ولایت ته ولېږدول شي او په پلرنۍ حضیره کې خاورو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS