داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
![g](/sites/default/files/2021-06/201800151_2878730989053433_6376005668924402780_n_4.png)
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د نقلیه وسایطو لپاره د یوه پارکېنګ جوړول
داوطلبۍ ته د بلنې شېمره: SREU/W-005/NCB-14
د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دغه پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د نقلیه وسایطو لپاره د یوه پارکېنګ جوړولو په پروژه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې یوه کاپي په خپل فلش کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د تدارکاتو له امریت څخه تر لاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له چلنلارې (طرزالعمل) سره سم په سرتړلې توګه د ۱۴۰۰/۴/۱۵، سې شنبې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون تدارکاتو له امریت څخه تر لاسه کولای شي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر ضمانت د بانکي ضمانت په توګه (۱۸۵،۵۳۸) یو سل او پنځه اتیا زره او پنځه سوه او اته دېرش افغانۍ اخیستل کېږي.
د آفر پرانیستلو ناسته د ۱۴۰۰/۴/۱۵، د سې شنبې په ورځ د ماسپښین په ۲ بجو د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون په تدارکاتو امریت کې تر سره کېږي.