د تړون کولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د هلمند د لوړو زده کړو موسسې د کیفیت تضمین واحد د اړتیا وړ تجهیزاتو د تدارک پروژې تړون په ټولیزه بیه (۲۷۹۳۴۹۰) دوه میلیون او اووه سوه درې نوي زره او څلور سوه نوي افغانۍ د آی سي ټي نارت کیمت خدماتي شرکت سره کړي چې (۶۴۲۴۷) یې د جواز نمبر دی او پته یې د کلوله پشته، اتم سړک، ۴مه ناحیه، مرکز کابل، افغانستان ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري کولای شي چې خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.