د لوړو زده کړو وزیر د امریکن کنسل دفتر له مرستیال سره وکتل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۴:۴۹
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د امرېکن کونسل (American Council) دفتر مرستیال محمد هارون بشریار خپل حضور ته ومانه او په ګډو همکاریو  يې چې؛ د انګلیسي ژبې لنډې مودې کورسونو چمتوکول، د تحصیلي وړتیاوو لوړول او زدکړیالانو لپاره په بهر کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارولو په اړه د نظر تبادله وه خبرې وکړې.

 په دې لیدنه کې  دوکتور عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت برنامې چې د ځوانانو ملاتړ او د لوړو زده کړو په بڼسټونو کې د سلا او مشورې، کار جوړولو، سپورټ، فنې او تخنیکي زده کړو مرکزونو رامنځته کول دي، تشرېح کړې او د امریکن کونسل دفتر په طرحه يې چې د لوړ زده کړو وزارت سره د زدکړیالانو د تحصيلي وړتیاو لوړولو په برخه کې یې چمتوالى او همکاري ښودلې ده، خوښې څرګنده کړه.

 په کابل کې د امریکن کونسل دفتر مرستیال محمد هارون بشیر وویل چې یاد دفتر د آسیایې هیوادونو په کچه فعالیت کوي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې يې په افغانستان کې هم  فعالیت پیل کړى دى.  بشریار د لوړو زده کړو وزیر ته وویل چې دغه دفتر چمتو دی څو د افغانستان له پوهنتونونو څخه وړ زدکړیالان  د ازموینې او د سویې تثبیت څخه وروسته اروپایي او آسیایي هېوادونو ته د انګلیسي ژبې زده کړې، د تحصیل پر مهال د معلوماتي ټیکنالوژۍ مهارتونو کارولو او  د فني زده کړو وړتیاوو لوړولو لپاره ولېږي.

 د امریکن کونسل دفتر مرستیال وویل چې د ۳۰۰ فېلوشېپ بورسونه د افغان زدکړیالانو لپاره په پام کې نیول شوي چې هر کال تر ۵۰ پورې نارینه او ښځینه زده کړیالان کولای شي دغې برنامې کې ګډون وکړي.  په دغه غونډه کې پریکړه وشوه  چې له فرصت څخه د لا ښې ګټې اخیستنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت او د امریکن کونسل دفتر ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي.

 د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسوولینو  ته لارښوونه وکړه  چې د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني سندونو سره سم د یادې طرحې د موخې لپاره د  هوکړه لیک د منځپانګې په چمتو کولو کار وکړي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS