د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ښار جوړونې وزارت له معینې سره وکتل

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۲:۲۹
g

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د دغه وزارت ۱۸ تحصیلي بنسټونو د احاطوي دېوالونو طرحې او ډیزاین د پروژو د څرنګوالي په اړه د ښار جوړونې وزارت له معینې سحر همدرد سره خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په داسې حال کې چې د دواړو وزارتونو یو شمېر رییسانو او تخصصي ټیم هم حضور درلود، د ښارجوړونې وزارت له پلاوي څخه د لوړو زده کړو وزارت د پروژو په اړه معلومات وغوښتل او ټینګار یې وکړ چې دواړه وزارتونه باید د پاتې پروژو کار په همغږۍ او همکارۍ تر سره کړي.

د ښار جوړونې وزارت معینې سحر همدرد د خپلو پروژو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ وویل چې موږ به ډېر ژر په نومړو ۱۸ پروژو کار پیل کړو.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دواړو وزارتونو یو ګډ کاري متخصص ټیم وټاکل شي چې د پاتې پروژو کار په ښه همغږۍ او ټاکلې نېټه پای ته ورسږي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS