ننګرهار پوهنتون کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون پروسه پیل شوه

د مسولینو په وینا د یاد کمپاین له لارې به د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په مرسته د پوهنتون هغو استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته واکسین تطبیق شي چې تر اوسه یې واکسین نه دی ترلاسه کړی.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یادې پروسې د پرانیستې پر مهال وویل:"که څه هم په ننګرهار پوهنتون کې یو ځل وړاندې هم د واکسینو د تطبیق پروسه پلې شوې وه او ځینې استادان او منسوبین واکسین شوي وو، خو دا ځل یاده چاره د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړې سره سم الزامي بڼه لري او د پوهنتونونو د پیلېدو د یوه شرط په توګه به پاتې ټول استادان، محصلین، اداري او خدماتي کارکوونکي واکسین شي.
د پوهنتون رئیس د لیرې پرتو سیمو او نورو ولایتونو له محصلینو هم وغوښتل چې خپلو نږدې روغتیايي مرکزونو ته د واکسین د تطبیق په موخه مراجعه وکړي او خپل ځان او نور د دغې وژونکې ناروغۍ څخه وژغوري.