د کابل پولي تخنیک پوهنتون له استادانو سره مشورتي ناسته وشوه

د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د زده کړیالانو چارو سر پرست معین انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون له استادانو سره، په داسې حال کې، چې د یاد وزارت د عملي چارو معین انجنیر روح الله روحاني هم شتون درلود، مشورتي ناسته تر سره شوه.
انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني د دغې ناستې هدف له نوي اسلامي نظام سره د استادانو همکاري او ملاتړ یاد کړ. هغه د هېواد د پرمختګ، د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د هېواد له کادرونو په بېلا بېلو برخو کې د لازمو طرحو غوښتنه وکړه.
د زده کړیالانو چارو معین وویل چې استادان د ټولنې د پوهانو په توګه او د خپلو لوړو علمي او مسلکي تجربو پر اساس کولای شي، چې د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ د ملت او هېواد د خدمت جوګه او د افغانستان په بیا رغولو او ابادۍ کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه د علمي چارو معین انجنیر روح الله روحاني استادان د هېواد په جوړولو کې مهم عناصر او د هېواد ستنې وبللې او ویې ویل چې د علمي کادرونو غړي په اسلامي امارت کې ځانګړی ځای لري او د دوی له همکارۍ او وطن دوستۍ پرته د هېواد ابادي ستونزمنه ده.
د لوړو زده کړو علمي معین د ټولو هغو استادانو څخه چې له وطن څخه بهر تللي یا هم دندې ته نه دي حاضر شوي، غوښتنه وکړه چې خپلو دندو ته بېرته راوګرځي او د ملت او خلکو خدمت وکړي. هغه زیاته کړه افغانستان د استادانو تجربو او زدکړو ته اړتیا لري او اسلامي امارت هغوی ته د قدر په سترګه ګوري او په هېواد کې د اساسي عناصرو په توګه یې په شتون ویاړي.
په دغه مشورتي ناسته کې دکابل پولي تخنیک پوهنتون رییس دوکتور عبدالرشید اقبال او څو تنو نورو استادانو خپل نظرونه او مشورې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي سره شریکې کړې.
دکتورو اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون لاسته راوړنو، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د استادانو، پوهانو او د دغه علمي مرکز د رول په اړه وویل، چې د یاد علمي مرکز کادرونه له سیاسي او د قدرت له لانجو لیرې، د یو بااېمانه او مسلکي کسانو په توګه د وطن خدمت کړی دی.
نوموړي غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د بې باورۍ فضا له منځه وړلو او د کادرونو له فرار څخه د مخنیوي لپاره باید د هېواد د پوهنتونونو دروازې، چې یو له هغې یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون هم دی، د محصلانو پر مخ خلاصې شي.
دکابل پولي تخنیک پوهنتون رییس وویل، چې استادان له اسلامي امارت سره د زیاتې همکارۍ لیوالتیا لري. او که چېرې اسلامي امارت د مسلکي کسانو له هنر او پوهې څخه کار واخلي په هېواد کې به اقتصادي او ټولنیزې ستونزې حل شي. دکتور اقبال د طبعي منابعو شتون د مسلکي کسانو د ودې او تقویې لپاره پانګونه د شتمنو د مرستو جلبول، هغه لاملونه یاد کړل، چې د هېواد په امنیت، بیارغونه، ثبات او جوړولو کې مرسته کوي.
د یادولو ده چې په دغه مشورتي ناسته کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ځینو استادانو هم خپل نظرونه او ستونزې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري پلاوي سره شریک کړل.