د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه ورځ، په هغه هېواد کې له یو شمېر افغان محصلانو سره، د افغانستان په سفارت کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
۱۴۰۰ کال، د لېندۍ ۱۷مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه ورځ، په هغه هېواد کې له یو شمېر افغان محصلانو سره، د افغانستان په سفارت کې ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
مولوي عبدالباقي حقاني په پاکستان کې افغان محصلانو ته د هغوی د ستونزو هوارولو پوره ډاډ ورکړ او په هغه هېواد کې یې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه وکړه، چې د افغان محصلانو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې او په ګډه حل کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې افغان محصلان به د لوړو زده کړو او تجروبو له تر لاسه کولو وروسته، د افغانستان د پرمختګ او له نړۍ سره د سیال کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.