د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۱۳مه
د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د اکاډمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې، داکاډمیکو چارو د نظارت او ارزونې، د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو، د څېړنې، تألیف او ژباړې، پلان او پالیسۍ، د علمي پروګرامونو د پراختیا او خصوصي محصلانو چارو رییسانو ګډون کړی و.
د علمي چارو معینیت شورا غړو له اجنډا سره سم د استادانو د علمي ترفیعاتو له څېړنو او مقالو څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي، له لوړو زده کړو وزارت سره د نورو وزارتونو له لوري د څېړنې وړ موضوعاتو پر شریکولو او د هغو په عملي ډګر کې کارولو او نورو اړوندو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې او د وزارت له قوانینو سره سم یې لازمې پرېکړې وکړې.