د تضمین کیفیت رٸيس تر مشرۍ لاندې د ختیځ زون ننګرهار پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سيمنار نن پیل شو

۵ سلواغه ۱۴۰۰
د تضمین کیفیت رٸيس تر مشرۍ لاندې د ختیځ زون ننګرهار پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سيمنار نن پیل شو
په دغه سمينار کې د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکونې رٸيس شاکر الله وحيدي، د دولتي او خصوصي پوهنتونو مسٶلينوګډون کړى وو.
ښاغلي وحيدي ددې سمينار پر اهميت خبرې وکړې او مسٶلينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د ننګرهار پوهنتون رٸيس ښاغلي پوهاند ډاکټر خليل احمد بهسودو ال دسمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ دا ډول سمينارونه برابرول ضروري وګڼل او د دوام غوښتنه يې وکړه.
ياد سمينار چې نن يې لومړۍ ورځ وه، په کې د اعتبار ورکونې اړوند معلومات وړاندې شول او درې ورځې به دوام ولري.