د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو تر منځ د ښې همغږۍ، د ستونزو د حل او د درسونو د کیفیت لوړولو په...
۱۴۰۰کال، د سلواغې ۷مه
د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو تر منځ د ښې همغږۍ، د ستونزو د حل او د درسونو د کیفیت لوړولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو تر منځ د کمېټو ګډه ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مسوولانو د هېواد تحصیلي سکټور په اړه د لوړو زده کړو وزارت لیدلوری تشریح کړ او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل، ځواکمنتیا او معیاري کولو په برخه کې جدي کار کوي.
یادو مسوولانو زیاته کړه، چې خصوصي تحصیلي سکټور د هېواد دلوړو زده کړو یوه مهمه برخه ده، چې د دغې سکټور د ستونزو حل د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو لومړیتوب دی.
همدارنګه په دغه ناسته کې له خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو وغوښتل شول، چې خپل فعالیتونه د لوړو زده کړو وزارت له قوانیو او لارښوونو سره سم کړي او ټولنې ته د دینې او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، په علم سمبال ځوانان وړاندې کړي.
په مقابل کې یې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو رییس او غړو د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د ګډې کمېټې د رامنځ ته کولو له امله مننه وکړه او دغه کمېټه یې د هېواد خصوصي تحصیلي سکټور د ستونزو له منځه وړلو او ظرفیت لوړولو په برخه کې ګټوره وبله.
په پای کې د ګډې کمېټې د ټولو غړو په رایې سره پرېکړه وکړه، چې د چارو د غوره مخ ته بېولو لپاره دې له دواړو اړخونو فرعي کمېټې جوړې او د وړاندیز شوو موضوعاتو په اړه دې کار وکړي او خپل نظرونه دې له هرو ۱۵ ورځو وروسته چې ناسته کېږي، وړاندې کړي.
د یادلو وړ ده، چې د دغې کمېټې په ترکیب کې د محصلانو چارو معین، د تضمین کیفیت او عتبار ورکونې، د علمي پروګرامونو د پراختیا، خصوصي محصلانو چارو، داخلي تفتیش، بشري منابع او د لوړو زده کړو وزارت د مقام دفتر رییسان او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو اتحادیه ګډون لري.