د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په مشرۍ جوړ شوی ورکشاپ د ټولو معیارونو په تشریح کولو...

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۹:۴۷
asa

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په مشرۍ جوړ شوی ورکشاپ د ټولو معیارونو په تشریح کولو سره  پای ته ورسید.
 د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري په ننګرهار پوهنتون کې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د ختیځو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو هم ګډون پکې کړی و.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي له ګډونوالو وغوښتل چې، په خپلو پوهنتونو کې اداري او تدریسي کارکوونکو ته د پوهاوي سمینارونه جوړ کړي او د معیارونو عملي کېدو لپاره باید جدي هڅې وشي.
نوموړي دا هم وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري د تحصیلي موسساتو د کیفیت ښه والي او معیاري کېدو په برخه کې په پوره ژمنتیا او جدیت ګامونه اخلي.
ښاغلي وحیدي وویل، چې له اوسنیو ستونزمنو او بحراني حالاتو څخه د هېواد د رایستلو لپاره علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا ده او د هېواد د پرمختګ لپاره باکیفیته او معیاري پوهنتونونو ته اړتیا ده. 
دغه راز د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال احسان الله ناصح او د الفلاح پوهنتون علمي چارو معاون خبرې وکړې. یادو ګډونوالو د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه د تضمین کیفت ریاست دا ډول فعالیتونو ترسره کول وستایل او ډاډ یې څرګند کړ چې تشریح شوي معیارونه به په خپلو پوهنتونو کې عملي کوي.
ددې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي د ختیځ زون له (ننګرهار، لغمان او  کونړ) دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه، چې مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې، چې د حل کېدو ډاډ یې ورکړل شو.
 د  ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

BACK TO NEWS