د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د PU-AMI موسسې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۳مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د PU-AMI موسسې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې سید اسماعیل روحاني، د علي اباد تدریسي روغتون رئیس عماد الدین ځاځي، د کابل طبي پوهنتون رئیس فضل الرحمن رحماني او په پاریس کې د PU-AMI موسسې اجراییوي مرستیال اروان لی ګرند، د یادې موسسې اسیايي برخې مسؤل ارتر جین کومان، په افغانستان کې د یادې موسسې رئیس جستینا باجر او د روغتیا برخې مسؤل ډاکټر عبدالباقي غفوري هم ګډون کړی و.
مولوي عبدالباقي حقاني د دوی له لوري د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره له همکارۍ کولو مننه وکړه او ترې یې وغوښتل، چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو تدریسي روغتونو سره همکاري وکړي.
ښاغلي حقاني وویل، چې اوسمهال افغانان د روغتیا په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دېری وخت په ګاونډیو هېوادونو کې درملنې ته اړ کېږي. نوموړي زیاته کړه، که د لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو سره په تدریسي او طبي برخو کې د وسایلو او درملو مرسته وشي، نو له دې سره به تدریسي روغتونونه هېواد ته مسلکي ډاکټران او کادرونه وړاندې کړي، چې دې سره به د روغتیا برخې ستونزې راکمې شي.
همدارنګه د PU-AMI موسسې اجراییوي مرستیال اروان لی ګرند د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ له تدریسي روغتونونو څخه لیدنه وکړو او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره به له هغوی سره مرستې وکړو. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې موږ د هېواد له یو شمیر تدریسي روغتونو لیدنې کړي، چې په پایله کې یې څو ورځې وړاندې د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره په ځینو برخو کې مرسته هم وشوه او دا مرستې به دوام لري.
د یادولو وړ ده، چې د PU-AMI موسسه له تېرو شاوخوا ۴۰ کالونو څخه په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې فعالیت کوي.