د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي پوهنتونونو له یو شمیر استازو سره ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۷
Dd

۲۱ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي پوهنتونونو له یو شمیر استازو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د خصوصي پوهنتونو د اتحادیې رئیس دوکتور احمد طارق کمال، د خصوصي پوهنتونو د اتحایې اجراییه رئیس او د یادې اتحادیې یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس دوکتور احمد طارق کمال د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب پر اساس چې خصوصي پوهنتونونو ته استول شوی و او ترې  د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو رئیسانو، علمي او د محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو اړوند معلومات غوښتل شوي وو، بحث او خبرې وکړې.
دغه راز په یاده ناسته کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس د زده کړیالانو د اسنادو او ورته نورو مسایلو اړوند ستونزې شریکې کړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو، او له هغوی څخه یې د خصوصي تحصیلي بنسټونو معیاري کولو او د یاد مکتوب د عملي کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS