په بلخ پوهنتون کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د درسونو د پیل په اړه، مشورتي ناسته تر سره شوه

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۶:۴۲
Hh

په بلخ پوهنتون کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د درسونو د پیل په اړه، مشورتي ناسته تر سره شوه.
په دغه مشورتي ناسته کې د بلخ والي، د لوړو زده‌ کړو وزارت ځانګړي استازي، د بلخ پوهنتون رئیس د پوهنځیو رئیسانو، علمي شورا غړو، استادانو او خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.
په بلخ پوهنتونو کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر احمد وزیر ساپي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، په بلخ کې د لوړو د لوړو زده کړو د پرمختګ او معیاري کولو په اړه د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ او پلانونو په اړه خبرې وکړې او د درسونو جریان یې له نیږدې وڅاره. دغه راز د بلخ پوهنتون رئیس د بلخ پوهنتون اړتیاوې او ستونزې په ګوته او له اړوندو ادارو څخه یې د حل غوښتنه وکړه. 
وروسته د ناستې ګډونوالو د بلخ پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه، د لیلیې ستونزې یې په نښه کړې، چې د بلخ والي له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه. 
د یادولو وړ ده چې بلخ پوهنتون ۱۶ فعال پوهنځي لري او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونه محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.
 

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS