د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو سرپرست معین د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون د درسونو له پیل څخه کتنه وکړه.

۱۴۰۰ کب ۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو سرپرست معین د کابل طبي علومو (ابو علي ابن سینا) پوهنتون د درسونو له پیل څخه کتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو سرپرست معین مولوي اسدالله فرید، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي او د کابل طبي پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمان رحماني هم حضور درلود، د کابل طبي پوهنتون د درسونو پیل له نیږدې وڅاره.
مولوي فرید محصلانو ته د الله تعالی له دربار څخه د بریا هیله وکړه او ویې ویل: «لوړو زده کړو وزارت د خپلو پلانونو او پروګرامونو پر بنسټ غواړي د هېواد په پوهنتونونو کې د محصلانو لپاره د سالم تحصیلي چاپېریال زمینه برابره کړي او د تدریسي سیسټم د معیاري کولو لپاره کار کوي.»
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو سرپرست معین له هغو استادانو مننه وکړه، چې په هېواد کې پاتې دي او خپلې مقدسې دندې ته دوام ورکوي. دغه راز له محصلانو یې وغوښتل چې په شوق سره خپل درسونه تعقیب کړي.